د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لغمان ولایت ته سفر وکړ

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۱۴:۲۸
1

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په‌پار دې ولایت ته سفر کړی دی.

ستر امنیتي معین لغمان کې له ملکي او نظامي چارواکو سره کتلي او له دوی سره یې د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

ستر‌پاسوال عبدالصبور قانع د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو سره هم کتلي او د دوی ستونزې او ننګونې یې له نږدې ارزولې دي.

ښاغلي قانع له ترهګرۍ سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ برخو کې د دې ځواکونو له نه ستړېدونکو فعالیتونو هم درناوی وکړ او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل - لغمان پر لویه لار له شته امنیتي پوستو هم لیدنه وکړه او اړونده چارواکو ته یې د دې پوستو د وضعیت د ښه والي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.