د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د مهسا له کورنۍ سره ولیدل.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴۸
1

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت؛ تېره شپه د خواخوږۍ او ډاډګیرنې په موخه د مهسا له کورنۍ سره ولیدل.
امنیتي معین خوشحال سعادت چې د مرحومې مهسا کور ته ورغلی و، د مهسا کورنۍ ته یې ډاډ ورکړ چې د مرحومې مهسا له تښتوونکو سره به د قانون په رڼا کې جدي چلند وکړي.
خوشحال سعادت په ټولو د یو شان قانون پلې کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېڅ زورواکي، ترهګر، انسان تښتوونکي، قاچاقبر او جنایت کار ته به اجازه ور نکړي؛ چې د خلکو تر منځ د ډار او وېرې فضا رامنځته کړي.
ښاغلي سعادت وویل چې د جنايي جرمونو په وړاندې به داسې جدي مبارزه وکړي؛ لکه څنګه چې د ترهګرۍ په وړاندې کېږي.