د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت له ځانګړې عملیاتي قطعې لیدنه وکړه.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۲۰:۲۵
06

مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعې پرمختګونه وستایل او یادې قطعې ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د پولیسو د رښتیني انځور ښکاره کولو لپاره نه سپماوونکې هڅې کوي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې  د هېواد ملي پولیس د قانون د تنفیذ، له نشه يي توکو سره د مبارزې او امن په پلې کولو کې کلک هوډ لري.
ښاغلي سعادت د ملي پولیسو له صفونو د فاسده عنصرونو په ورکولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ملي پولیسو صفونه سپېڅلي دي او هغه فاسد عنصرونه چې د پولیسو د ننګینې لکې لامل کېږي؛ په وړاندې به یې اوچت ګامونه پورته شي.
ارکان حرب خوشحال سعادت له نشه يي توکو سره مبارزه سره کرښه یاد کړه او وویل، چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې عملیاتونه باید زیات او غښتلي شي او هغه کړۍ چې ځان قانون ماتوونکي او زورواکي بولي، هغوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
مل پاسوال خوشحال سعادت د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړو هوډ څرګند کړ او وویل، چې ترهګري ښه او بد نه لري او د مالي سرچینو د له منځه وړو او مبارزې په برخه کې به په ټینګ عزم ودرېږي او د ملي پولیسو له دریځه به پوره ملاتړ او دفاع وکړي.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال عبدالخلیل بختیار، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د ځانګړې عملیاتي قطعې د تیاري ډاډ وښوده او وویل، چې یاده قطعه به ورسپارل شوې چارې په بشپړه توګه ترسره او د قاچاقبرو په وړاندې به غوڅ دریځ وښيي.
ښاغلي بختیار د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د ځانګړې قطعې، د کشفي او تېکنالوژي برخو د اجرأتو د ارزونې نچوړ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې تر بل هر وخته د ملي پولیسو ځانګړې قطعې د پرمختګ په حالت کې دي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.