د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانۍ خبرتیا!

moi-af

د پوليسو اکاډمۍ د تېرې خبرتیا په دوام یوځل بیا هغه مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د تیرو لسو کلونو راهيسې په یو شمیر ولایتونو کې لکه: زابل، بادغیس، کندهار، جوزجان، پکتیکا، سمنګان، سرپل، ارزګان، نیمروز او فراه ولايتونو کې د دولسمو ټولګیو فارغان او یا د معادل سند لرونکي ځوانان ندې توانیدلي چې، د پولیسو اکاډمۍ بېلابېلو پوهنځیو ته نوم لیکنه وکړي، چې له بده مرغه له دغې لړۍ څخه محروم پاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت  مشرتابه مقام او د اداري چارو محترم معینیت د لارښووني سره سم، پریکره وشوه تر څو د پولیسو اکاډمۍ د افسرانو پلاوي یادو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د امنيه قوماندانیو د جلب او جذب قوماندانیو سره په همغږۍ د نظر وړ ولایتونوکې په لاندې توګه د نوم لیکنې لړۍ پيل کړي:
1. د پکتیکا او زابل ولایتونه:
 د یادو ولایتونو د پولیسو د جلب او جذب په قوماندانیو کې.
2. د کندهار،  هلمند او ارزګان ولایتونه:
 د کندهار ولایت د پولیسو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې.
3. د سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونه:
 د بلخ ولایت د پولیسو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې.

4. د نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونه:
 د یادو ولایتونو د پولیسو د جلب او جذب په قوماندانیو کې.
5. کوم داوطلبان چې په کابل کې یې نوم لیکه کړې ده، د اعتبار وړ ده، بیا ځلي نوم لیکنه ته  يې اړتیا نشته.

د نوم لیکنې لړۍ د شنبې په ورځ 8/7/1455 ه-ق د 30/10/1402 ه-ش نېټه پیل او تر پنجشنبې 13/07/1445 ه-ق چې د 05/11/1402 نېټې سره برابره ده، دوام مومي.

 ټولو مینوالو ځوانانو ته چې د پولیسو اکاډمۍ شپږګونو پوهنځیو (حقوق او جنایی علوم، امني، ترافیک، لوژستیک، کمپیوټر ساینس، محابسو اداره او سرحدي) ته د شاملېدو غوښتونکي دي، خبر ورکول کیږي تر څو د مخکني خبرتیا د شرایطو په پام کې نیولو سره، یاد پلاوي ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements