د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون لوی رئیس الحاج ملا عبدالباري سیف الله د قرارګاه قوماندان مولوي محمد رفیق مخلص او د قرارګاه رئیس ارکان رحیم‌الله عمري له لوري د قرارګاه مجاهدینو ته د نېکمرغه کوچني اختر (عیدالفطر) د رارسېدو په مناسبت له نږدې مبارکي و

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۵
asdfasf

د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون لوی رئیس الحاج ملا عبدالباري سیف الله د قرارګاه قوماندان مولوي محمد رفیق مخلص او د قرارګاه رئیس ارکان رحیم‌الله عمري له لوري د قرارګاه مجاهدینو ته د نېکمرغه کوچني اختر (عیدالفطر) د رارسېدو په مناسبت له نږدې مبارکي وړاندې شوه.
یادو مسؤلینو د مجاهدینو د هڅو، سرښندنو او د هېواد د امنیت په ټینګښت کې د هغوی د ارزښتمن رول ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ځواکونه به د هېواد د ثبات، نظم او عامه خوندیتوب د تأمین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
همداراز، د قرارګاه مشرتابه له لوري مجاهدینو ته د اختر ډالۍ ووېشل شوې او د هغوی د خدمتونو قدرداني وشوه.