د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیالۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم لنډه پېژندنه

معین پالیسی واستراتیژی

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیالۍ ( معینیت) مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم د ملا محمد عیسی زوی په ۱۳۴۵ ( هــ ش) د بدخشان ولایت تګاب کشم ولسوالۍ په کرستېده کلي کلي کې په یوه دینداره اوپه علم میینې کورنۍ کې  نړۍ ته سترګې غړولي دي او لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرنې ټآټوبي کې پای ته رسولي دي.

 په هیواد د تزاري روس د یرغل پر مهال له ۱۳۵۹ نه واخله تر ۱۳۶۳ کال پورې د شوروي نیواکګرو پر وړاندې د جهاد په سپیڅلې مبارزه ته راودانګل. وروسته د ستونزو له وجې له هیواده پاکستان ته مهاجر او کډوال شو، د هجرت پرمهال د خپلې مینې له کبله چې له علم او زده کړوسره یې لرله یو ځل بیا په مصعب بن عمیر دارلعلوم کې ځان شامل کړ او له فراغت وروسته یې د خپلو دینې زده کړو لړۍ د کوهاټ په حسام الدین دارلعلوم کې په بریالبتوب پای ته ورسوله. د خپل ازاد لید لوري په اساس په ۱۳۷۳ هـ کال د طالبانو له اسلامۍ تحریک سره یو ځای شو، چې د اسلامۍ امارت د لومړني حاکمیت پرمهال یې په لوړو  او اغېزلرونکو پوسټونو( ۵ کاله د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله  د کورنۍ د ساتونکو د مشر په توګه، د حج او اوقافو او پوهنې ریاستونو د مرستیال په توګه، د کندهار د سپین بولدک مرسشیال او میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه) په پوره ریښتینولۍ، ایماندارۍ او ښه نیت دندې ترسره کړي وې.