د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال سرپل ولایت ته سفر وکړ
د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې سرپل ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه او نورو ځایي مسوولینو سره وکتل.
ښاغلي همکار د خپلې وینا پر مهال، سرپل ولایت ته د خپل سفر موخه د مجاهدینو د تشکیلاتو تطبیقول، د مجاهدینو تصفیه او د تشکیل نه پاتې مجاهدینو ثبتول یاد کړل.
په دغه لیدنه کې، د سرپل والي او نورو مسوولینو د ښاغلي همکار له سفر نه مننه وکړه او د هر راز همکاري ډاډ یې څرګند کړ.