د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې محترم معین بادغیس ولایت ته سفر وکړ او له ځایي ولایتي مسؤلینو سره یې وکتل.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۶
fdgsfgd

نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار د بادغیس له والي او امنیه قوماندان سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۱ ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه چې د کوکنارو د کښت، قاچاق،  پېر او پلور په اړوند صادر شوی وو معلومات شریک کړل او د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره یې دوی ته هر اړخیزې سپارښتنې وکړې. 
دوی ښاغلي همکار ته ډاډ ورکړ او په دغه برخه کې یې د هلو ځلو ژمنه وکړه.