د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه غونډه د یاد وزارت د سرپرست تر مشرۍ لاندې ترسره شوه

د کورنیو چارو وزارت د رهبري غونډه نن له غرمې مخکې د یاد وزارت د سرپرست حیات الله حیات تر مشرۍ لاندې او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، معینانو، لویو رییسانو او جنرالانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د قانون د تنفیذ او تطبیق، د اصلاحاتو بهیر د تقویې او همداراز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې په یادو برخو کې د پولیسو نقش د پاملرنې وړ دی.
حیات الله حیات زیاته کړه، چې د پولیسو منسوبین د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له بشپړ ملاتړه برخمن دي او هېڅوک د پولیسو د دندو د تطبیق او د قانون د تنفیذ مانع کېدای نشي.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سترپاسوال محمد ایوب سالنګي هم د پولیسو ادارو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پولیس د مراتبو سلسلې او همدارنګه د پولیسو د درې ګونو اصولو په رعایت سره د خپلو خلکو په چوپړ کې دي.
همداراز؛ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع په یاد وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ او د فساد پر وړاندې پر جدي مبارزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د نویو سیستمونو او کړنلارو رامنځته کېدل د دې لامل شوي، څو په کورنیو چارو وزارت کې اداري فساد د پام وړ ټیټوالی ومومي او د دې شومې پدیدې پر وړاندې یې پر سیستماتیکې مبارزې ټینګار وکړ.