د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس د خوست مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
شسیبش

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده او مل پلاوي د یو رسمي سفر په لړ کې د خوست ولایت مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، قاري رحیم الله بریال د عامه اړیکو لوی ریاست مرستیال، د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، امنیه قومندان ملا عبدالله حماد، او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

مولوي همت آخندزاده د دارالایتام له ودانۍ، روزنیزو پروګرامونو، د یتیمو ماشومانو له زده کړه ییز چاپیریال او د استادانو له تدریسي بهیر څخه هر اړخیزه کتنه وکړه.

نوموړي د یتیمانو د پالنې، تعلیم او رواني روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د استادانو مخلصانه او نه ستړي کېدونکې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه:

د یتیمانو پالنه او روزنه د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو او مهمو مسؤلیتونو څخه ده، ځکه دا کار د ټولنې د سالمې راتلونکي جوړونې بنسټ دی.

د دارالایتام مسؤلینو د کورنیو چارو وزارت پلاوي له راتګ څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د یتیمو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې به لا زیات پرمختګ او هڅې وکړي.

په پای کې د پلاوي له لوري  یتیمو ماشومانو ته د هڅونې په موخه یو شمیر ښوونیز توکي (قرطاسیه) هم ډالۍ شول.