د کورنیو چارو وزارت د عامه اړيکو د لوی ریاست اړوند، د ولسي پولیسو او ۱۱۹ ریاست په دفتر کې مشورتي غونډه ترسره شوه.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۳
qwe


​دا غونډه چې د خلکو شکایتونو او وړاندیزونو ته د رسېدو په موخه جوړه شوې وه، په‌کې د ولسي پولیسو او ۱۱۹ رییس پاسوال مولوي شېراحمد روحاني او د کابل ښار د بېلابېلو حوزو د ولسي شوراګانو یو شمېر استازو ګډون کړی و. یاده ناسته نن له غرمې مخکې د ولسي پولیسو او ۱۱۹ ریاست په کاري دفتر کې ترسره شوه.
​په دې غونډه کې پاسوال مولوي شېراحمد روحاني؛ د ولسي شوراګانو د استازو د وړاندیزونو له اورېدو سربېره، په ځانګړې توګه د یووالي او پیوستون په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پولیسو او خلکو ترمنځ همغږي او د اړیکو ښه والی د امنیت په ټینګښت او د جرمونو په کموالي کې کلیدي رول لري، نو دا اړیکې باید تر بل هر وخت زیاتې پیاوړې شي.
​همدارنګه د ولسي شوراګانو استازو هر یو په خپل وار خبرې وکړې، په خپلو اړوندو سیمو کې یې د بشپړ امنیت له شتون څخه یادونه وکړه او په کابل ښار کې یې د جنايي جرمونو د کچې راټیټولو په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.