د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د عاشورا ورځو او محرم میاشتې لپاره ځانګړي امنیتي تدابير نیولي دي.
دغه ځواکونه ټولو هیوادوالو او په تېره د کابل اوسېدونکو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي او وعده کوي چې شپه او ورځ په ددوی خدمت کوي.
د عامه امن پولیس د امنیت ټينګښت او خپلو خلکو ساتنه خپل ویاړ ګڼي او له خپلو هیوادوالو غواړي چې د ډاډمن امنیت لپاره دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.