د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۱۸ تنه د غلا، ناقانونه وسلې ګرځولو او قمارکولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه، ۵ تنه غله په هرات، ۳ تنه د کندوز په خانآباد ولسوالۍ کې د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو، ۴ تنه د جوارګرۍ په تړاو د کندز ولایت په ګلباد ولسوالۍ کې، ۲ غله په پکتیکا، ۱ تن په غزني ولایت کې له یو میل کلاشینکوف سره، ۱ تن د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې له یوې اندازه پټاقیو سره، او ۲ تنه نور په سمنګان ولایت کې د زورزیاتي په تړاو نیول شوي دي.