د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې په شپږو ولایتونو کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. 

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۱۸
شسیسشب

له نیول شوو کسانو څخه، ۴ تنه غله د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې، ۴ تنه له ۱۸ زره غلا کړیو افغانیو سره د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې، یو تن د وسلو د ناقانونه لېږد او ساتنې او ۲ تنه د غلا په تړاو په فراه، ۲ تنه غله په غزني او یو بل تن د غلا په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوی دی.

همداراز د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو دوه میله کلاشینکوفونه چې په یوه کور کې په ناقانونه توګه ساتل کېدل، کشف او ضبط کړي دي.