د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو
د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۶ تنه غله په غزني ولایت، ۵ تنه د غلا، د نشه يي توکو د ساتلو او د وسلې د ناقانونه لېږد په تړاو د فاریاب ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې، ۴ تنه غله په دایکندي ولایت کې، ۴ تنه د ځنګلونو د پرېکولو په تړاو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې او ۲ تنه نور غله په جوزجان ولایت کې نیولي دي.