د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، اته تنه په کندوز کې د قماربازۍ، درې تنه په کونړ کې د لرګیو د قاچاق او یو تن په فراه کې د قتل په تړاو نیولي دي.
همدارنګه، د هلمند ولایت امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د ګرشک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې اووه تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو درې موټرسایکلونه، یو آیفون موبایل، ۱۱۰ زره کلدارې او درې زره افغانۍ ترلاسه شوې دي.