د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین الحاج مولوي عبدالله مختار پروان ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د پروان ولایت امنیه قومندانۍ له مرستیال قاري کریم الله ساجد سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي مختار د یاد ولایت امنیه قومندانۍ تامیناتي چارې وارزولې او اړوند مسؤلينو ته یې د لازمو لارښوونو ترڅنګ د هر رنګ همکارۍ ډاډ ورکړ.