د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معین د لوژستیک عمومي ریاست د عینیاتو د تنظیم ریاست څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معین الحاج محمد وزیر حقاني، د لوژستیک عمومي رئیس الحاج مولوي صلاح الدین صابر په ملتیا د عینیاتو د تنظیم ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادې ادارې روان فعالیتونه وڅېړل شول او د یادې ادارې ستونزې، اړتیاوې او کاري ننګونې د مسئولینو له خوا شریکې شوې. همداراز ښاغلي وزیر حقاني د هغوی خبرې په غور واورېدې او د لا ښه تنظیم، شفافیت او مؤثریت په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړي د دې ریاست د کارکوونکو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د مسئولیتونو د چارو د ښه ترسره کېدو، د منابعو د سم مدیریت او موجودو ستونزو د حل لپاره باید همغږي او پرلهپسې هڅې وشي.
په دې ناسته کې چې د حمایوي لوا قوماندان هم پکې شتون درلود، د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او د ستونزو پر حل لارو بحث وشو.