د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین الحاج ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د غزني ولایت په مقام کې د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو سره د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د همغږۍ د پیاوړتیا، یووالي او ستونزو او ننګونو ته د رسېدو په موخه د غزني له والي الحاج ملا عبدالصمد جاوید او له ملکي او نظامي مسؤلینو سره وکتل.
په لیدنه کې د غزني والي الحاج ملا عبدالصمد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په اسلامي نظام کې اطاعت اصل دی او د مشرتابه له لوري په هر امر او لارښوونه عمل واجب ګڼل کیږي.
په ناسته کې د کورنیو چارو د امنیتي چارو ستر معین په دې ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د پلي کولو او له خلکو سره د نیک چلند په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې تېره ورځ زابل ولایت ته هم سفر کړی و او هلته یې په ورته مسایلو د یاد ولایت له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې کړې وې.