د کورنیو چارو وزارت خبرتیا
ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت د ښې ساتنې په هدف دې کابل ښار ته د بار وړوونکو موټرو له دننه کېدو مخنیوی وکړي.
د کابل په ورودي دروازو کې پولیسو ته دستور ورکړل شوی، چې د (پنجشنبې ۴تله مازدیګر مهال له ۰۵:۰۰) بجو راپدېخوا دې کابل ښار ته د لوړ تُناژ بار لرونکو موټرو له دننه کېدو مخنیوی وکړي.
همداراز د تلې د ۵مې نېټې له پیله د رای ورکونې پروسې تر پایه دې په ښار کې کوچني بار وړوونکي موټر هم له ګرځېدنې ډډه وکړي.
کورنیو چارو وزارت د یادو شویو موضوعاتو د پلې کولو په هدف د هېوادوالو د حوصله مندۍ او همکارۍ غوښتنه کوي او باور لري، لکه څنګه چې يې پخوا له خپلو پولیسو سره همکاري کړې نو دا ځل به هم خپله همکاري نه سپموي.