د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ د تامیناتو ریاست اړوند روغتیایي کلینک کې د غاښونو د درملنې نوې څانګه پرانیستل شوه.

یاده څانګه چې په عصري تجهیزاتو او ټولو اړینو درملیزو اسانتیاوو سره سمبال شوې،د کورنیو چارو وزارت د روغتیايي چارو د لوی رئیس مولوي صدیق الله "بدر"، د عامه ساتنې ملي تصدۍ عملیاتي مرستیال مولوي شریف الله "الهام"، د مقام د دفتر رئیس مل پاسوال محمد خان "ګربز"، د تامیناتو رئیس مولوي احمد "فاروق" او یو شمېر نورو مسؤولینو په حضور کې پرانیستل شوه.د کلینک مدیر ډاکټر جان محمد "ګربز" د غونډې ګډونوالو ته د روغتیایي خدمتونو، موجودو اسانتیاوو او ځینو ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د وزارت د روغتیايي چارو لوی رئیس د یاد روغتیايي مرکز د فعالیتونو ستاینه وکړه او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.