د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج مولوي رحمت الله نجیب د پولیسو اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او ددغه اکاډمۍ د لوی قومندان مولوي عبدالحکیم همت ترڅنګ یې د اکاډمۍ له تدریسي او اداري مرستیالانو، د اکاډمۍ ښوونکو، مجاهدینو او زده کړیالانو سره ولیدل.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۲۶
sffsf

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج مولوي رحمت الله نجیب د پولیسو اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او ددغه اکاډمۍ د لوی قومندان مولوي عبدالحکیم همت ترڅنګ یې د اکاډمۍ له تدریسي او اداري مرستیالانو، د اکاډمۍ ښوونکو، مجاهدینو او زده کړیالانو سره ولیدل.
اداري مرستیال د درسي ټولګیو لیدنې په مهال زده کړیالانو ته وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټولو علمي برخو کې ژمن کادرونو ته په درنه سترګه ګوري او قدر یې کوي.
هغه له ښوونکو هم وغوښتل چې د ځوانو افسرانو او مجاهدینو په روزنه کې دې تر پخوا لا ډېر زیار وباسي.