د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

moi-af
ابلاغیه

د کابل ښاریانو د عامه امن او نظم د لا ښه ټینګښت په موخه خبر ورکول کېږي چې:
۱. د وسلو د لېږد ټول هغه کارتونه چې بېلګه یې ورسره خپره شوې او تاریخ یې پای ته رسېدلی، باطل دي؛ یاد کارتونه او وسلې د پولیسو له خوا ضبط او ټولېږي.
۲. د کورنیو چارو وزارت د ادارو، د کابل د ګارنیزون د قومندانۍ او یا د نورو دولتي ادارو له خوا چې د وسلو کوم استعلامونه صادر شوي، باطل او امنیتي ځواکونه دې د هغو په ضبط او ټولولو کې اقدام وکړي.
۳. د وسلو د وېش د تګلارې پر بنسټ، هېڅ مرجع نشي کولای چې د وسلو د صادرولو او لېږد استعلام ورکړي.
د وسلو جواز غوښتونکي کولای شي، د کورنیو چارو وزارت د مخکنۍ لارښوونې پر بنسټ په مخ ولاړ شي.
ملي پولیس د دې ابلاغیې د پلې کولو مکلفیت لري او اړونده قدمو ته د اجرأتو د راپور ورکولو مسوولیت لري.
له خپلو پولیسو سره اوسئ.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements