د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه!
د غوره مدیریت او رهبرۍ د دود د بنسټیز کېدو په موخه د کورنیو چارو وزارت له مقام څخه ترسرتېري پورې امر کیږي چې:
له نظامي یونیفورم او وسلې سره د واده په محفلونو، په هوټلونو کې په شیریني خوريو، جوماتونو کې د فاتحې په مراسمو او له کورنۍ سره په بازار کې د پېرلو په موخه ګډون ونه کړي.
له دې امر څخه سرغړونه د زیاتي، نظم ماتونې، د پولیس پت ته د لکې او د پولیس یونیفورم ته؛ بې عزتي ګڼل کېږي.
کورنیو چارو وزارت به دا ټکي بې له دې چې انساني زېرمې له منځه ولاړې شي، مستند کوي او د سرغړوونکو په وړاندې به قانوني جدي چلند وکړي.