د کورنیو چارو محترم وزیر په میدان وردګ ولایت کې د معسکر له زده کړو د ۲۶۱ مجاهدینو د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۳۸
asdfasdf

د کورنیو چارو محترم وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په شتون کې د میدان وردګ ولایت د دشت ټوپ د پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۲۶۱ مجاهدین د اسلامي، پوځي، اخلاقي او روغتیایي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د نظامي مراسمو په ترڅ کې فارغ او بری لیکونه ورکړل شول.

محترم خلیفه صاحب فارغ شویو مجاهدينو ته د فراغت مبارکي وویله او د میدان وردګ ولایت د مجاهدینو د ستاینې ترڅنګ یې وویل چې، اسلامي پولیس د نظام او ولس خادمین دي. 

قدرمن خلیفه صاحب فارغ شویو مجاهدينو ته په خطاب کې وویل، «ستاسو او ستاسو د همسنګرو ملګرو د میړانې له برکته په ټول هېواد کې امن راغلی دی او د استعمار ټغر ټول شوی دی».
د کورنیو چارو عالیقدر وزیر له فارغو منسوبینو وغوښتل چې له خپل ولس سره په خوښۍ چلند وکړي او په خبره یې چې، د شهیدانو د کورنیو پالنه وکړئ او د خپلو دندو پر مهال له غفلت او بې پروايۍ څخه ډډه وکړئ.

د مراسمو په پای کې فارغ شویو منسوبینو ته د مسؤلینو په لاسونو بری لیکونه او ستاینلیکونه وویشل شول.