د کورنیو چارو سر پرست وزیر د کابل امنیتي حوزو چارواکو ته لازمه احکام صادرکړل.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۱
یبلی

د کورنیو چارو سر پرست وزیر د کابل امنیتي حوزو چارواکو ته لازمه احکام صادرکړل.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه صاحب سراج الدین (حقاني ) نن په هغې پای غونډې کې ګډون وکړ چې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست لخوا د امنیتي حوزو د منسوبینو د ظرفیت لوړ والي ښوونیز سيمنار د پایته رسیدو په مناسبت دا ئره شوې وه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د سیمینار ګډونوالو ته پر نورو احکامو او لارښونو سربیره د کابل ښاریانو په امنیت او هغوی ته د خوندي چاپیریال په برابرولو ټینګار وکړ.
همدا راز یې د ښاریانو د امنیت ساتلو تر څنګ په پلازمینه کابل کې د میشتو بهرنیو دیپلو ماتانو، خیریه مؤسساتو، ملي سودا ګرو او پخواني رژیم د هغو لوړ پوړو دولتي چاروکو د تحفظ په کلکه توصیه وکړه کوم چې په کابل ښار کې اوسي.
محترم خلیفه صاحب امنیتي مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې له خپلو ټولو مراجعینو سره ښه چلند وکړي، د چا پرمخ خپلې دروازې و نه تړي، د علماوو،قومي مخورو او بانفوذه اشخاصو درناوی وکړي او ستونزو ته يې په خپل وخت رسیده ګي وکړي.
محترم حقاني صاحب امنیتي چارواکي متوجه کړل چې له بندیانو سره د شرعي قوانینو په رڼاکې قانوني چلند وکړي او په هیڅ صورت یې تر ټاکلې مودې زیات وخت په حوزه کې تر توقیف لاندې و نه ساتي.
الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د امیر المومنین هغه احکام او  اوامر هم امنیتي چارواکو ته ابلاغ کړل کوم چې د عمومي بښنې، د خلګو د امنیت ساتلو او له خلګو سره د غوره تعامل په اړه يې صادر کړي.
محترم حقاني صاحب د ټولو ښارونو په ځانګړې ډول د کابل ښار پر امنیت ساتلو ټینګار وکړ او امنیتي منسوبین یې خپلو شرعي او وظیفوي مسؤلیتونو ته متوجه کړل.