د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د جاپان، سسکاوا سولې بنسټ له راغلي پلاوي سره وکتل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۰:۲۵
sfsfsf

پرون له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د دغه وزارت یو شمېر مرستیالانو د جاپان هېواد، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره د یاد وزارت د ناستو په تالار کې و کتل.

یاد پلاوي کې د جاپان سوسکاوا سولې بنسټ مشر ښاغلی اتسوشي سونامي، د یادې موسسې غړی او افغانستان لپاره د یوناما پخوانی مشر ښاغلی تدامیچي یاماموتو او د دې بنسټ یو شمېر غړي شامل وو.

د پلاوي مشر ښاغلي اتسوشي سونامي د سرتاسري امنیت په ګډون بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او په وینا یې تمه ده چې د اقتصادي ستونزو په ګډون ډېر ژر ځینې شته خنډونه هوار شي.

د ښاغلي سونامي په وینا د افغانستان د ستونزو حل په موخه د حکومتي چارواکو او بنسټونو ترمنځ د اړیکو په څېر د غیر دولتي موسسو او اشخاصو ترمنځ هم د بېلابېلو ناستو ترسره کېدو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه: د افغانستان ستونزې د بېلابېلو لارو په پام کې نیولو سره د حل وړ دي او د هوارېدو سره به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي. دغه پلاوي افغانانو سره د یوناما له لارې د جاپان هېواد له لوري د لا ډېرو مرستو ترسره کېدو هیله و ښوده.

محترم خلیفه صاحب مېلمنو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته وویل: جاپان، په سختو حالاتو کې افغانانو سره مرسته کړې او زیاته یې کړه چې دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې د ناکامورا په څېر د مخورو او خواخوږو انسانانو له کړنو اغېزمنې دي.

خلیفه صاحب افغانستان ته د سسکاوا او ورته نهادونو د متخصصینو راتګ مثبت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دا بنسټونه د هېواد د وضعیت په سم او واقعبینانه تحلیلولو نورو ته سم او روښانه تصویر وړاندې کړي چې د ښو سیاسي تصامیمو مقدمه شي. 

قدرمن خلیفه صاحب دغه راز زیاته کړه: د بهرنیانو له خوا رامنځته شوي محدودیتونه د بشري اړتیاوو د تراژیدي لامل ګرځي؛ حال دا چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو څخه په جلا توګه وارزول شي. 

 خلیفه صاحب وویل: اوږدمهاله سیاسي مسایل د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې د حل وړ دي.