د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۶:۳۲
1

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې نن د دې ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل. 
جنرال عبدالستار میرزکوال د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار له ولسي پاڅونونو مننه وکړه او د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د خلکو ملاتړ اړین یاد کړ. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیت په سمون کې د قومي مشرانو او مخورو وړاندیزونه هم واورېدل او د امنیتي پلانونو او عملیاتو د بدلون په څرنګوالي کې یې د دوی وړاندیزونه ګټور وبلل. 
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د ملي امنیت لوی ریاست پوځي مرستیال هم حضور درلود.