د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ښار له دولسمې امنیتي حوزې لیدنه وکړه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۱:۴۴
۷

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وړمه شپه د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې ته ولاړ او د یادې حوزې د پولیسو منسوبینو کړنې او فعالیتونه یې له نږدې وڅارل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ښار له دولسمې امنیتي حوزې د لیدنې په ترڅ کې د دې حوزې د مسوولینو امنیتي برنامې وارزولې او روانې چارې یې د ستاینې وړ یادې کړې. ښاغلي حیات ډاډ ورکړ چې د قانون ماتوونکو او زورواکو پر وړاندې به له دوی څخه بشپړ ملاتړ وکړي.
حیات الله حیات د دې حوزې تر لیدنې وروسته د یادې سیمې له اوسېدونکو سره وکتل او د دې حوزې د فعالیتونو په تړاو یې د دوی نظرونه واورېدل او همدارنګه له امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار یې ترې مننه او درناوی وکړ.