د کورنیو چارو سرپرست وزیر: د پولیسو شهیدان، ریښتیني مدافعین او د حق لارې شهیدان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۲۰:۵۶
y

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پولیسو د شهیدانو له ځینو کورنیو سره د دوی په ټاټوبو کې وکتل او خواخوږي یې ورسره وکړه. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د شهیدانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د امنیتي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې به د هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو شهیدان ریښتیني مدافعین او د حق لارې شهیدان یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د یادو کورنیو پالنه او پوښتنه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب او وجیبه ده. 
جنرال عبدالستار میرزکوال له یادو کورنیو سره د نقدي مرستو سربېره دوی ته ډاډ ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د شهیدانو کورنیو ته جدي پاملرنه کوي.