د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د نظامي شورا غونډه ترسره کړه.
جنرال عبدالستار میرزکوال په یاده غونډه کې د هلمند ولایت له نظامي مشرتابه سره وکتل او د روانو عملیاتو د څرنګوالي سربېره یې راتلونکي نظامي پلانونه وارزول.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې د دوښمن د ځپلو په پار لازمې سپارښتنې وکړې.