د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هرات په جامع جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کولو سربېره، د هرات له ځینو ښاریانو او کسبه کارانو سره وکتل

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۵/۱ - ۱۵:۵
y

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن د هرات ښار له بېلابېلو برخو او همدارنګه له هرات ښاریانو او کسبه کارانو لیدنه وکړه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې به د نویو امنیتي پلانونو پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې د مثبتو بدلونونو شاهد وي. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جمعې لمونځ د هرات ولایت په جامع جومات کې ترسره کړ او له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې له ولسي پاڅونونو مننه وکړه.
جنرال عبدالستار میرزکوال ډاډ ورکړ چې په ټول قوت سره به د ترهګرو د شومو موخو د شنډولو او د له لاسه وتلو سیمو په بېرته ترلاسه کولو کې هڅه کوي.