د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
جنرال عبدالستار میرزکوال به د دې سفر په لړ کې د هرات ولایت له ملکي او نظامي مشرتابه او همدارنګه متنفذینو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.