د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان له استازي سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) له استازي ښاغلي عبدالله الدارداري سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملي پولیسو لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې او همکارۍ شته هوکړه تمدید شوه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان استازي ښاغلي عبدالله الدارداري بیا د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د هېواد له ملي پولیسو سره د مرستو او ژمنو د دوام او پوره کېدو ډاډ ورکړ.