د کورنیو چارو سرپرست وزیر د عامه امن له منسوبینو او همدارنګه د وزارت له اعمالت خونې لیدنه وکړه

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۲۱:۳۳
6

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن د عامه امن ریاست له منسوبینو او همداراز د یاد وزارت د اعمالت خونې له روانو چارو لیدنه وکړه. 
جنرال عبدالستار میرزکوال په دې لیدنه کې د امن او نظم په ساتنه کې د عامه امن د منسوبینو فعالیتونه وستایل او د موثرو او مثمرو چارو پر لا دوام یې ټینګار وکړ. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خلکو لپاره د امنیتي اسانتیاوو په برابرولو کې د پولیسو پر متمرکزو چارو غور وکړ او د شته ستونزو د حل ژمنه یې وکړه. 
همدارنګه؛ ښاغلي میرزکوال د کورنیو چارو وزارت له اعمالت خونې هم لیدنه وکړه او د ملي پولیسو د اعاشې او اباطې ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ یې د یونیفورم نظم اړین یاد کړ. 
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د عامه امن ځینې منسوبین په ورسپارل شویو چارو کې د ښو اجرااتو له کبله د ستاینلیکونو په ورکړې ونازول.