د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تاجېکستان هېواد د پولیسو له ملي اکاډمي څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۲۲:۴۳
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د تاجېکستان هېواد د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره یو ځای د دې هېواد د پولیسو اکاډمي له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې اکاډمۍ د روزنې بهیر یې له نږدې وڅاره. 
د هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تاجېکستان د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو څخه د افغان ملي پولیسو اکاډمۍ ته د پاملرنې او د ملي پولیسو په ځانګړي ډول د سرحدي پولیسو د لوړو زده کړو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ګاونډ هېواد یې هم یادو برخو ته د رسېدنې په پار ډاډ ورکړ.
ښاغلي حیات وویل چې په تاجېکستان کې د افغان ملي پولیسو او په ځانګړي ډول سرحدي پولیسو روزنه، مهارتونه او پوهه به د تاجېکستان د پولې په اوږدو کې د غيرقانوني خوځښتونو او فعاليتونو په تشخيص او مخنيوي کې مرسته وکړي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د امنیتي همکاريو د نوې هوکړې له مخې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.