د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن له غرمې مخکې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

په دې ناسته کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله د رضایت ښودلو سربېره، افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د مخدره موادو په مقابل کې د مبارزې په موخه یوناما سره د کاري ګروپ په اړه خبرې وشوې.