د کورنیو چارو سرپرست وزیر بغلان ته سفر وکړ

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۷:۲۰
,.likjk

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته د خپل سفر په لړ کې بغلان ولایت ته ورسېد.

ښاغلي حقاني د بغلان سیمه ییزو چارواکو، علماوو، قومي سپین ږیرو او د دغه ولایت مخورو کسانو ته په غونډه کې وینا وکړه.

لومړی د بغلان والي مولوي عبدالرحمن بغلان ته د خلیفه صاحب ورتګ لوی امتیاز وبالهٔ او و یې ویل: د بغلان د خلکو شل کلنه جهادي مبارزه بې سارې ده.  زه ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه کوم، چې شته ستونزې او د حل لارې یې له خلیفه صاحب سره شریکې کړي، خلیفه صاحب ستاسې مشورو او وړاندیزونو ته زړه ښه کوي.

ورپسې د خلکو استازي ډاکټر عبدالغیور اندراب وویل: عامه خدمات، عدالت، ستونزو ته پر وخت رسیدګي، د خدماتي سکتورونو پراختیا او د موثریت زیاتول هغه سرچینې دي چې ا. امارت به د بریالیتوب تر وروستۍ حده ورسوي.

د ښاغلي اندراب په وینا، د نظام اهداف باید مشخص او تعریف شي چې اصلاحات او پرمختګونه اسانه شي.

خلیفه صاحب دې غونډې ته د امیرالمؤمنین د پيغامونو او سلامونو له یادونې وروسته دوی ته د جهادي شل کلنې بریا مبارکي وویله. 
ده وویل: زه له تاسې لوړ نه یم، بلکې ځان ستاسې د پښو خاورې بولم، خو د فردیت پر ځای دین او شریعت ته اهمیت ورکړئ.

ښاغلي حقاني وویل: د انګریزانو او روسانو په مقابل کې تر بریاوو وروسته د شریعت په نفاذ کې ناکامي راغله، خو لله الحمد د اوسني جهاد ثمرې د یوه سوچه اسلامي نظام په شکل کې وینو.
الله تعالی په داسې سپيڅلی نظام نازولي یو چې د نظام په راس کې مو یوه عالم دی، د امیرالمؤمنین د علمي او سیاسي بصیرت نتیجه وه چې په یوه جنګي او انقلابي حالت کې به هم هره پرېکړه د شریعت په تله کې تلل کېده.


هغه وويل: د قوش تېپې د کانال موقعیت او ابادول ښيي چې موږ ته د يوه لوري پر ځاى ټوله جغرافیه مهمه ده.
ښاغلي حقاني په پای کې وویل: حکومت دنده لري چې له مظلوم سره مرسته وکړي او د هر ډول ظلم مخه ونیسي.