د کورنیو چارو ستر امنیتي معین د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یادې ولسوالۍ ته ولاړ

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۹:۲۸
t

د کورنیو چارو ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یادې ولسوالۍ ته تللی او هلته یې له مېشتو ځواکونو سره د دوی د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه لیدلي دي.
سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د تخته‌پل ولسوالۍ نظامي مسوولینو ته د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لازمې لارښونې وکړې او د دوی وروستي عملیات او فعالیتونه یې وستایل.
د یادونې وړ ده چې ستر امنیتي معین د تخته‌پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال هم په چارو کې د ښه مدیریت او محاربې له امله د شجاعت په مډال ونازوه.