د کورنیو چارو ستر امنیتي معین د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو سرښندونو ته د درناوي لاس پورته کړ

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۰:۲۵
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن په کندهار ولایت کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۴۴۴ قطعې لیدنه وکړه او د دوی قربانیو او سرښندونو ته یې د درناوي لاس پورته کړ.
سترپاسوال عبدالرحمن رحمن وویل، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په تېرو اتلسو کلونو کې د هېواد د نور ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د خلکو له مال او ځان د ساتنې په برخو کې بېسارې قربانۍ ورکړې او زموږ هېوادوال یې د وطن په لاره کې د قربانیو درناوی کوي.