د کورنیو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزيرانو سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۱۱
asdfsaf

د افغانستان د کورنیو چارو وزير قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د کار او ټولنیزو چارو له وزیر عبدالمنان عمري سره وکتل او په ځینو مهمو موضوعاتو یې خبرې سره وکړې.

په دې ناسته کې د هېواد دننه او بهر د کاري فرصتونو په ایجادولو خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دغو دواړو وزارتونو تر منځ به د‌همغږي په لا زیاتېدو بهر ته د تلونکو او هېواد ته د راتلونکو کارګرو د تګ راتګ چارې تسهیل شي.