د کورنيو چارو وزارت سرپرست خوست کې د څو هیوادونو ترمنځ د قرائت د سیالۍ غونډه کې ګډون وکړ
د کورنيو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني خوست کې د یو شمېر اسلامي هیوادونو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ په جوړ شوي نړيوال محفل کې ګډون وکړ. ياده غونډه چې لسګونه تنو ته پکې د فضليت دستار ور په سر شو پکې د ګڼو افغانو حافظانو او قرائت کوونکو سربېره د مصر، پاکستان او ايران هیوادونو يو شمېر قرائت کوونکو او حافظانو هم برخه اخيستې وه. خليفه صاحب په غونډه کې له بهر څخه راغلو قرائت کوونکو او د قران کریم حافظانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ فارغو شوو ګډونوالو ته مبارکي وويله او د دوی فراغت يې د خوښۍ او وياړ ځای و باله. د خليفه صاحب په وينا، د تېرو دوو لسيزو د اشغال له امله هیواد کې د بې اتفاقۍ او بې باورۍ تخم کرل شوی وو چې په باور يې دا ډول ديني ناستې او مجلسونه کولای شي اسلامي اخوت اعاده او پیاوړی کړي. محترم حقاني صاحب وویل؛ هېواد کې د اسلامي نظام په حاکميت سره، هر شخص په امن کې دی او په خبره یې چې “هيڅوک د چا پر حق تېری نشي کولای”. خليفه صاحب نړۍ سره په تعامل کې ملي ګټې لومړۍ وګڼلې او په وينا يې چې اسلامي امارت نړۍ سره د تعامل او اړیکو لپاره خپل اصول لري. هغه وویل افغانان هیڅ خپل منځي ستونزي نه لري او د دريم ګړي اړتيا هم نه لیدل کیږي.