د کورنيو چارو وزارت د پولیسو په تخصصي روغتون کې یو ناروغ ته د سينې پيچلي بریالي عمليات ترسره شول.
د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو ریاست اړوند د پولیسو په ملي او تخصصي روغتون کې د سرپل ولايت څخه راغلي يو ناروغ ته چې د زړه ترڅنګ يې دانه درلوده (Peri pericardial) او له هېواده بهر یې د (Sternotomy) عمليات هم ترسره کړي وو، چې د ناروغ ستونزه ورسره نه وه حل شوې.
له نیکه مرغه د یاد روغتون د سينې ټرينر او متخصص ډاکټر احمد فرهاد له لورې یې د درې ساعتونو بریالي عملیات ترسره شول چې په پایله کې یې یاد هېواد وال په بشپړه توګه له دې ناوړه ناروغۍ خلاص شو.
له دې بریالي عملیات وروسته د ناروغ پلار خوښ و چې په کور دننه یې د زوی درملنه وشوه او د روغتون له ډاکټرانو او نرسانو یې مننه وکړه.