د کورنيو چارو وزارت د حقوقو لوی ریاست د ۳۴ ولايتونو د کارپوهانو لپاره ۶ ورځنۍ لارښود سیمینار د وړتیا لوړونې په لویه قومندانۍ کې پیل شو.

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
dsfaf

د پیل په مراسمو کې د یاد ریاست مرستیال مولوي بشير احمد بختیار او د وړتیا لوړونې لويې قومندانۍ اداري مرستیال مولوي عبدالله اخندزاده په ګډون د دغه ریاست نورو مسوولينو هم ګډون کړی وو.
ویناوالو د پیل شوي سیمینار د مفاداتو او په دغه سیمینار کې د ګډون د اهميت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د شپږ ورځني سيمينار له موضوعاتو څخه پوره ګټه واخلي تر څو د ورځنیو مسلکي دندو په اجرا کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.