د کندوز “خان اباد” ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنترول لاندې راغله

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته د درانه تلفاتو سربېره، د ولسوالۍ بازار، امنیه قومانداني او ولسوالۍ چاڼ شوي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دا عملیات به د ترهګرو له شتونه د ولسوالۍ تر بشپړې پاکونې دوام لري.