د کندهار پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۸۶ تنه پولیس د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول

فراغت غونډې ته د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولین ورغلي وو او یو شمیر ګډونوالو پکې وینا وکړه.
د یاد مرکز قومندان الحاج مولوي مطیع الله فاروقي په خپلو خبرو کې، فارغو شویو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او دوی ته یې د اسلامي اصولو په رڼا کې، د خپلو دندو تر سره کولو توصیه ورته وکړه.
د غونډې په پای کې په فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه وویشل شول.