د کندهار له هوايي ډګره د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران ونیول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۰:۲۶
ل

تېره ورځ د کندهار ولایت د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران د نشه يي توکو د قاچاق پرمهال له پېژندنې وروسته نیولي دي.
یادو کسانو نږدې دوه کیلو ګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.