د کندهار د پولیسو د روزنې سويل لوېدیځ زون ښوونېز مرکز له ۴۰۴ عامه امن کنډک څخه ۱۰۳ تنه مجاهدین له یو میاشتنیو شرعي او مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۱:۳۰
sfsfsff

فارغو منسوبینو ته په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي پولیسو د سویل لویدیځ زون د پولیسو د روزنېز مرکز قومندان الحاج مولوي مطیع الله فاروقي په ګډون د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک او ګن شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

د یاد مرکز قومندان هیواد کې ټينګ شوي امنیت ته په اشارې له فارغو منسوبینو وغوښتل چې ددې نعمت شکر ادا کړي. هغه منسوبینو ته په وینا کې وویل، د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او د خپل ولس او خاورې خدمت پوره په اخلاص سره وکړئ.
په پای کې فارغو منسوبینو ته بری لیکونه ورکړل شوه.