د کندهار د خاکریز ولسوالۍ ودانۍ پرانیستل شوه او د هرات د عامه خدمتونو او پاسپورټ ودانیو د جوړولو چارې عملاً پیل شوې

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۵۱
aadfasf

د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ نوې درې پوړیزه اداري ودانۍ، چې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت له لوري جوړه شوې وه، د مسؤلینو له خوا رسماً پرانیستل شوه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

همداراز، په هرات ولایت کې د عامه خدمتونو او پاسپورت مدیریت اداري ودانیو د جوړولو چارې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي معینیت د مسؤلینو له لوري عملاً پیل شوې.

یادې پروژې له ۲۹ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت لري، چې ټاکل شوې د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.