د کندهار د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۶۵۰ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ او د یوې شاندارې غونډې او نظامي نندارو په ترڅ کې ټولنې ته وړاندې شول.

په غونډه کې د کندهار والي حاجي ملا شیرین اخوند، مرستیال والي مولوي محمد صادق انقلابي، امنیه قوماندان او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د کندهار والي له فارغو منسوبینو وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د ولس په خدمت کې ګټه واخلي او په وینا یې چې د اسلامي پولیسو په توګه د پولیسو او خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي.